کابل، غوايي ٣١مه، باختر
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ويلي چې اسلامي امارت په هېواد کې د بيان آزادۍ او د رسنيو د آزاد کار په ملاتړ ژمن دى.
د باخترآژانس مبصر ليکي: د اسلامي امارت وياند دغه راز ويلي ” رسنۍ او اطلاع رسونه په هر هېواد کې يو ارزښت دى او د افغانستان اسلامي امارت، په هېواد کې له رسنيو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلاموي.”
د مطبوعاتو نړيواله ورځ په داسې حال کې په افغانستان کې ونمانځل شوه چې د رسنيو پر کار د بنديزونو لګولو په اړوند په اسلامي امارت يو لړ تورونه طرحه شوي او ويل شوي چې زياتره رسنۍ د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته تړل شوې دي او د رسنيو زياتو کارکوونکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.
په تېرو ۹ مياشتو کې چې کومو رسنیو خپل فعالیت بند کړی، زیاتره یې د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې دي.
پخوا يو شمير رسنيو د يوشمير سفارتونو او بهرنيو موسسو څخه بودجه ترلاسه کوله چې په طبيعي دول ناپيلي هم نه و، دغه شان رسنۍ د يوه ځانګړي نشراتي پاليسې په تعقيبولو سره زياتره د ټولنې د افرادو ترمنځ د تقابل او بې باورۍ عامل شول او په خپلو پروګرامونو کې د ناروغو او متعصبو کسانو په رابللو سره یې هڅې وکړې چې قومي او مذهبي تاوتريخوالی او تقابل رامنځته کړي.
د دغه شان رسنيو د کار مولفه تعصب، نفاق او د اوازو خپرول و، په داسې حال کې چې له نشراتي فعاليت څخه وړاندې د هرې رسنۍ ژمنه دا ده چې د هغوى فعاليتونه به هدفمند، د ملي ګټو پر محور او له تعصب او نقاق څخه لرې د ملي پيوستون په لاره کې وي.
يوشمېر رسنیو ياده ژمنه هېره کړه او داسې کار يې وکړ چې د خلکو رواني امنيت ته زيان ورسېد، قومي حساسيتونه او بې باورۍ زياتې شوې خو د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته دغه شان رسنيو د هېواد د مطبوعاتو په کورنۍ کې نور ځاى نه لري.
ځکه چې د ملي ګټو پرخلاف يې عمل کړى و، په داسې حال کې چې رسنۍ په ټولنه کې د ذهنيت جوړولو مهم ځاى او مقام لري او په ټولو برخو کې خپل نفوذ او اغيزمنتوب لري او کولاى شي چې د خلکو پر افکارو ، ارادو او احساساتو ژر اغېزه وکړي. داسې اغيزه چې کېداې مثبت يا منفي وي، رغنده يا ورانونکى وي. قومي ستونزې لږې او يا هم زياتې کړي.
د افغانستان په شان د کورنيو ستونزو او بحرانونو کې ښکيلې ټولنې ، رسنۍ که خصوصي وي او که دولتي بايد له قضيو سره ملي چلند وکړي، د هغوى رسالتمندانه او هدفمندانه کار دى چې کولاى شي خلکو ته ارامي وربخښي او د ملي پيوستون او ګډ ژوند د پياوړتيا او پر ګډ مخور د جرياناتو او د سياسي ګرايشونو د لارښوونې په لاره کې رول ولوبوي، خلک او سياسي بهيرونه له فکري او سليقوي لنډ پاريتوب څخه لرېي وساتي، دا رسنۍ دي چې کولاى شي په خلاقانه کار سره د خلکو ترمنځ ملي روحيه او پيوستون پياوړى کړي، د رسنيو د آزاد کار په خبرو کې يو فکر په پام کې دى زموږ رسنۍ د خپلو تعلقاتو پرته بايد ځان همدې فکر ته ورسوي او په طبيعي ډول په دغه شان يو فکر سره به هغوي د اسلامي امارت او د خلکو ملاتړ ولري.
\ ج