سیاستخبرونهTOP

ترکیه په افغانستان کې پانګونه کوي

کابل، د غبرګولي ۱۰مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد آرګین ای سره وکتل.
په دې کتنه کې د اړیکو په پياوړتيا، سیاسي موضوعاتو او د دوه اړخیزو همکاریو په دوام ټینګار شوی دی.
ارګین ای وویل چې د افغانستان – ترکیې اړېکې مثبت اړخ ته روانې دي، ترکیې په لوړه کچه بشري مرستې کړي او دوام به ورکړي.
هغه زیاته کړه چې ترکي سوداګر به وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، په خبره یې ترکیه په دې لټه کې ده چې له افغانستان سره څنګه خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړي.
په ورته وخت کې ښاغلي متقي سفیر ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به د ترکي تجارانو لپاره لازم تسهیلات برابر کړي او زیاته یې کړه چې د افغان- ترک حکومتونو مثبتې اړیکې د دواړوهېوادونو په ګټه دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته