سیاستخبرونهTOP

جاپان په افغانستان کې تر بل هر وخت امنیت د ډاډ وړ بللی دی

کابل، د ثور ۲۷ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره په کتنه کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د چاپان سفیر په افغانستان کې تر بل هر وخت امنیت د ډاډ وړ  او له کورنیو عوایدو یې د نوي کال د بودجې تصویب د افغانستان اقتصادي پرمتخګ وباله.

ښاغلي تاکاشي اوکادا له افغانستان سره بشري مرستو ته په اشارې سره وویل چې بشري مرستې د دې ښکارندويي کوي چې نړۍ غواړي له افغان حکومت سره تعامل وکړي.

جاپاني سفیر د کرنې، تعلیم او نورو انکشافي برخو کې د مرستو تر څنګ یادونه وکړه چې هیواد یې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره سلا مشورې کوي چې په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي. هغه څرګنده کړه چې هېواد یې له افغانانو سره بشري، انکشافي او نورې همکارۍ له سیاسي برخې سره نه تړي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي متقي هیله څرګنده کړه چې جاپان په افغانستان کې د نیمګړو پروژو په برخه کې انکشافي  مرستې تر سره کړي او د جاپاني تبعه افغان خادم ناکامورا  ترتیب شوي پلانونه تعقیب او عملي کړل شي.

متقي وویل: دا چې نوي افغان حکومت له نشه يي توکو سره مبارزه او د روږدو د درملنې چارې پیل کړې، د جاپان په ګډون ټوله نړۍ دې په دې برخه کې روغتیايي، خوراکي او هر اړخیز کومکونه تر سره کړي چې په دې برخه کې لازیات کار وکړل شي چي د افغان ټولنې تر څنګ نړۍ هم ترې په امن شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته