سیاست

جمهور رئیس غني د ځمکني ټرانسپورټ د ستونزو پر حل ټینګار وکړ

کابلباختر د تلې د مياشتې٣٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر په ارګ کې د یو شمېر بار وړونکو موټرو له خاوندانو او د ټرانسپورټ له استازو سره په کتنه کې د ځمکني ټرانسپورټ د ستونزو په حل ټینګار وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د جمهوري ریاست فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د ننګرهار او کندهار ګمرکونو د وارداتي توکو د تخلیې او انتقالاتو په اړه د جمهور رئیس حکم ولوست. په حکم کې راغلي وو:
۱: هغه وارداتي توکي چې د ټرانزیټ په بڼه د ننګرهار او کندهارګمرکونو ته راوړل کېږي هلته دې تخلیه او د داخلي خصوصي ټرانسپورټ په وسیله دې بيا بار او د هېواد ټولو سيمو ته ولېږدول شي.
۲. اړوند وزارتونه او ادارې دې د وارداتي توکو د لېږد په موخه د هېواد خصوصي ټرانسپورټ ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
۳. له ګاونډي هېواد څخه راستنو شویو هېوادوالو ته دې چې بار وړونکي وسایط لري، د هېواد ټولو سيمو ته د وارداتي توکو د لېږد لپاره څلور میاشتې اجازه ورکړل شي او په څلورو میاشتو کې دې د خپلو وسایطو سندونه او نمبر پلېټ د افغانستان د ترافیکو قانون مطابق بشپړ کړي.
۴. ټرانسپورټ وزارت دې د دې حکم د تحقق څارنه وکړي او په دوامداره توګه دې خپل راپور جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.
وروسته د ټرانسپورټ وزارت سرپرست محمد حمید طهماسي د خپلو خبرو پرمهال، د باروړونکو موټرونو ستونزې ته په اشارې وویل، د جمهور رئیس د حکم په اساس پاکستانۍ لارۍ افغانستان ته د راتګ اجازه نه لري، بلکې داخلي خصوصي سکتور به یاد توکي او اموال د هېواد هرې سیمې ته رسوي.
هغه زیاته کړه، د دې حکم په تطبیق سره دا ستونزه حلېږي او جمهور رئیس ته یې د یادحکم د تطبیق د څارنې ډاډ ورکړ.
د ختیځ لین د موټر لرونکو رئیس حاجي عبدالرحمن او حاجي رئیس خان د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د باروړونکو موټرو د سندونو، په ګمرکونو او لویو لارو کې له دوی څخه د بډو اخیستلو، د موترچلوونکو د ځورولو او د استوګنې ښارګوټو ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.
همدارنګه یادو ویناوالو جمهور رئیس ته وویل: چې له تېرو څو میاشتو یې موټر ودرول شوي، نو له همدې امله دې پخوانۍ بقایې او جریمې ورته معاف شي او د نوې وضع شوې مالیې د ورکړې ژمنه یې وکړه.
جمهور رئیس غني د ویناوالو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته په هېواد کې  د وروستیو تروریستي پېښو شهیدانو ته یو ځل بیا د فردوس جنت او ټپیانو ته د روغتیا دعا وکړه. جمهور رئیس د بار وړونکو موټرو خاوندانو او د ټرانسپورټ استازو ته په خطاب کې وویل: تاسو د ولس هغه برخه یاست چې نورو ته د کار او نفقې زمینه برابروئ او له دې امله یې ورڅخه مننه وکړه.
جمهور رئیس د ټرانسپورټ وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د باروړونکو موټرو د اسنادو د تصفیې لپاره دې یو کمیسیون وټاکي چې په تورخم او سپین بولدک کې د یادې ستونزې د حل په برخه کې مرسته وکړي.
د هېواد جمهور رئیس همدارنګه دستور ورکړ چې مالیې وزارت دې د افغان بار وړونکو موټرو د اسنادو له ارزونې وروسته د جریمې او مالیې په اړه جمهوري ریاست ته کره معلومات او واضح تصویر ورکړي.
محمد اشرف غني د کورنیو چارو او ټرانسپورټ وزارتونو مسوولینو ته دستور ورکړ، هغه کسان چې په ګمرکونو او لویو لارو کې د باروړونکو موټرو څخه بډې اخلي او یا یې ځوروي، له تشخیص وروسته دې د څېړنو په موخه عدلي اوقضایي ارګانونو ته ور وپېژني.
جمهور رئیس د ټرانسپورټ استازو او د بار وړونکو موټرو خاوندانو ته ډاډ ورکړ چې هیڅوک ورڅخه بډې نشي اخیستلی او نه یې هم ځورولی شي. هغه وویل: د راستنېدونکو هېوادوالو د استوګنې د ښارګوټو موضوع به په نږدې راتلونکي کې په اساسي توګه حل شي. هغه زیاته کړه، راستنو شویو هېوادوالو ته ډاډ ورکړئ چې دولت یې په خدمت کې دی او د ژوند اسانتیاوې به ورته برابرې کړي. #
پاى- ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته