سیاست

جمهوررييس دافغانستان بانک رياست ، دملي امنيت دلوي رياست اوداساسي قانون په تطبيق باندې دڅارنې دکميسيون ديو غړي دنوماندانو دتائيد په خاطر دولسي جرګي دغړو داقدام قدرداني وکړه

دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي  دافغانستان دولسي جرګي له غړو څخه دافغانستان بانک ، دملي امنيت دلوي رياست اوداساسي قانون په تطبيق  باندې دڅارنې د کميسيون ديو غړي دکانديدي دتائيدولو  په خاطر مننه وکړه .

ولسي جرګي په خپلي پرونۍ عمومي غونډه کې  دافغانستان بانک درياست په پست کې نورالله دلاوري ، دملي امنيت دلوي رياست په پست کې  رحمت الله نبيل  اوداساسي قانون په تطبيق باندې دڅارنې د کميسيون دغړي په توګه  عبدالمنيب دانش ته چې  دحکومت له خوا معرفي شوي وو دتائيد رايه ورکړه .

دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس دولسي جرګي ددغه اقدام له امله چې دهيواد دنافذو قوانينو په چوکاټ کې  يې خپل مسووليت ترسره کړي دي  قدر داني کوي او هيواد ته دخدمت په لاره کې دوى ته دلازياتو برياليتوبونو هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته