سیاست

جمهور رئیس په کندهار ولایت کې د نړیوالو ځواکونو بمبارۍ په کلکه وغندلې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د نړیوالو ځواکونو له خوا د کندهار ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې هغه بمبارۍ په کلکه وغندلې چې له امله یې زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.

په هغه مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهور رييس دويندوى دمطبوعاتي دفتر له لاري دباختر اطلاعاتي اژانس ته رسيدلي دي ويل شوي دي .

پرون د کندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ د سیاچې په کلي کې د نړیوالو ځواکونو له خوا هوایي بمبارۍ تر سره شوې چې ددغې ولسوالۍ د ولسوال نیازمحمد سرحدي په وینا د یوه سړي په ګډون اوه ماشومان شهیدان او دوې نجونې ټپیانې دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي ددې پېښې د جدي څېړلو لپاره یو هیأت ټاکلی دی چې ددې هیأت له تحقیقاتو وروسته به د افغانستان حکومت د دودیزې لویې جرګې د مشورو په رڼا کې خپل دريځ څرګند کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد كرزي د دغې پېښې د قربانيانو كورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته