کابل، د چنګاښ ۱۲ مه، باختر
په جوزجان کې سلګونو نجونو او ښځو پرون په یوه غونډه کې د اسلامي حجاب له رواجولو او مراعاتولو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې يو شمېر نجونو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا د اسلامي حجاب د رعایتولو او تصويب د طرحې هرکلى وکړ او د اسلامي حجاب مراعتولو یې مهم او اړین وبلل.
په دې غونډه کې د جوزجان د البنات مدرسې يو شمېر استادانو وويل چې د حجاب او اسلامي جامو مراعات کول ښځو او نجونو ته غوره ارزښت ورکوي او بايد کورنۍ يې په رواجولوکې بنسټيز او رغنده رول ولوبوي.
د دوی د څرګندونوله مخې، اسلامي حجاب د ټولنې د روغتیا او له ناوړه شیطاني او فرهنګي یرغل څخه د خوندیتوب ضمانت کوي.
ع