خبرونهامنیت

جوزجان کې د الکولي مشروباتو د توليد يوه کارخانه وېجاړه شوه

کابل، د زمري٥ مه، باختر

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي، چې د جوزجان ولايت د استخباراتو رياست منسوبينو پرون د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د الکولي مشروباتو د توليد يوه کارخانه کشف او له منځه يوړه.

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر بسم الله نصرت باختر آژانس ته وويل، د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د مسوولينو په هڅو د شبرغان ښار د خواجه خيران کلي له يوه کور څخه څه د پاسه ٤ سوه لېټره الکولي مشروبات له يو اندازه خوسا مميزو سره ترلاسه شول.

د هغه په ​​وينا، د دې قضيې په تړاو څوک نه دي نيول شوي او قضيه د جوزجان د امنيتي ارګانونو تر څېړنې لاندې ده.

د شبرغان ښار يو شمېر اوسېدونکو د امنيتي ځواکونو د دغه نېک اقدام هرکلى وکړ او ويې ويل، چې نشه يي توکي په اسلام کې جواز نه لري او هغه کسان چې په دې  ناروا عمل لاس پوري کوي، بايد مجازات شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته