سیاستخبرونهTOP

حنفي: د افغانستان اسلامي امارت له ملګرو ملتونو سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی

کابل، د چنګاښ ۱۵ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د يوناما سرپرست او په سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال مارکوس پوتزل سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې د رياست الوزرا اداري مرستيال ښاغلي پوتزل ته د ښه راغلاست ترڅنګ نوموړي ته په نوي ماموريت کې د برياليتوب هيلې ترڅنګ وويل: دا چې تاسو په افغانستان کې کافي تجربه لرئ، کولای شئ په ټولو برخو کې د افغان ملت ښه همکار واوسئ.
د يوناما سرپرست او په سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي مرستيال مارکوس پوتزل وويل: يو ځل بيا په افغانستان کې د خپل ماموريت پر پيلېدو خوښ يم او دا چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان کلک ملاتړی دی، هيله لرم د دې هيواد خلکو ته اغېزناک خدمتونه وړاندې کړای شم.
نوموړي په افغانستان کې د وروستيو طبيعي پېښو له امله په رامنځته شويو مالي او ځاني زيانونو ژوره خواشيني وښوده ویې ويل: ملګري ملتونه هڅه کوي د بشري مرستو او نورو اړوندو بشري فعاليتونو له لارې د افغانانو د درد او ځور کمولو لپاره ممد واقع شي.
مولوي عبدالسلام حنفي په بشري او نورو برخو کې د ملګرو ملتونو له مرستو او همکاريو مننه وکړه ویې ويل، اسلامي امارت له ملګرو ملتونو سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی او په افغانستان کې د ثبات، اقتصادي وضعيت ښه والي او له خلکو سره د بشري مرستو د دوام لپاره د دې سازمان د هر ډول همکاريو هر کلی کوي.
ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته