ټولنه

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال افغان مډال راوړونکي زده کونکي وستایل

کابل باختر دغبرکولې د مياشتې ٢٠ مه
په هند کې د زده کړو په سیالیو کې بریالي افغان زده کونکي د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجنیرمحمدخان له خوا وستایل شول.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د امید افغان ـ ترک لېسې مدیر محمد رفیع موسی زي خبرې وکړي او ویې ویل: د amity ازموینه کې د افغان ـ ترک ښونځیو زده کونکو په نړیواله کچه لومړى او دویم مقامونه تر لاسه کړل.
موسی زي وویل: په دغو سیالیو کې چې د ۱۳ هېوادونو تر منځ ترسره شوې افغانستان وکولی شول چې د منځنیو ښوونځیو په سیالیو کې لومړی او د لېسو په سیالیو کې دویم مقام تر لاسه کړي.
د نوموړي په وینا: دغه سیالۍ چې په هندستان کې د کاناډا، ترکمنستان، قزاقستان، اذربایجان، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو ترمنځ تر سره شوې، افغانستان د ۵۵ ګډونکوونکو له ډلې ۵۲ زده کوونکو مډالونو تر لاسه کړل چې له دلې یې ۱۲ د سروزرو او ۱۳ د سپینوزرو مډالونه دي.
موسی زی زیاته کړه: د دغو مډال راوړونکو له ډلې یو هم محمد یاسر رحماني و چې د سرو زرو دمډال تر څنګ یې افتخاري مډال هم تر لاسه کړ چې دا زموږ لپاره د خوښۍ ځای دى.
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر میرویس بلخي د دغو زده کوونکو په لاسته راوړنوخوښي څرګنده کړه او دا مډالونه یې د ټول هېواد او د پوهنې لپاره مهمه لاسته راوړنه وبلله.
ده زیاته کړه: د دغو مډال راوړونکو استعدادونه د ستایلو دی او خصوصي ښونځیو د دولتي ښونځیو تر څنګ د زده کوونکو په روزنه کې د پام وړ ونډه لري.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان افغان مډال راوړونکو زده کوونکو ته مبارکي وویله او دا لاسته راوړنې یې د دوي د کورنۍ، دوستانووړ او هېواد لپاره  د ویاړ ځای وباله.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال وویل: افغان دولت د دولتي ښوونځیو تر څنګ له خصوصي ښوونځيو ملاتړ کوي؛ خصوصي ښوونځيو د نوی نسل په روزنه کې ارزښتمند رول لوبولای دی.
لومړي مرستیال زیاته کړه: د افغان ترک لېسې ښې لاسته راوړنې لري او د دغو لېسو فارغان د وړتیا له پلوه هیڅ کمی نه لري او د هېواد د روښانه راتلونکې لپاره یو ښه زیری دی.پاى-ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته