خبرونهاقتصادټولنه

خوږیاڼیوال: وچکالۍ له امله یې په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه کموالی تر سترګو کېږي

 کابل،  د ثور ۲۸ مه ، باختر

د ننگرهار خوږیاڼو ولسوالۍ خلک له اسلامي  امارت څخه په دغه ولسوالۍ کې د بيا رغاونې  پروژو  پيل او  وزيرو تنګي سیمه کې د اوبو  زېرمه کولو  بند جوړولو غوښتنه کوي. د وايي چې وچکالۍ ځپلي او د غنمو په حاصلاتو کې یې پنځوس سلنه کموالی تر سترګو کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د خوږياڼو ولسوالۍ خلک او کروندګر په ياده ولسوالۍ کې له ډاډمن امنیت خوښ دي؛ خو په دې وروستيو کې د وچکالۍ له وجې د دغې ولسوالۍ خلک ډېر زيانمن شوي دي.

د کږې د بازار مشر حاجي خان محمد د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې د اسلامي امارت له بري وروسته، د خوږياڼو ولسوالۍ په ټولو سيمو کې امنیت تامین شوی؛ خو دغه خلک د وچکالۍ له وجې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

نوموړی له اسلامي امارت غواړي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ لپاره د بيا رغاونې داسې پروژې چې په دې ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې تقويه کړي، د برېښنا پروژې او د دې تر څنګ د خوږياڼو ولسونو هغه غوښتنه چې له کلونو راهېسې يې د وزيرو د اوبو د زېرمه کولو لوی بند جوړول دي، عملي چارې یې پيل شي.

نوموړی وايي که په وزيرو تنګي کې بند جوړ شي له يوې خوا به د خوږياڼو ولسوالۍ د کروندګرو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو لپاره اوبه برابرې شي او له بلې خوا به د څښاک اوبو کمبود هم پوره شوی وي.

د حمزه خېلو کلي اوسېدونکی محمد عالم خان چې خپله لس بسوې ځمکه کې يې ځمکني توت کرلي وايي: که چېرې د کرنې او مالدارۍ رياست په دې ولسوالۍ کې د کوکنارو د بديل لپاره د ځمکني توت ترويج ته وده ورکړي او ورته د اوبه خور منظم سستم برابر کړي؛ نو ټول خلک به د نشه یي توکو له کښت څخه لاس واخلي.

د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو اوسېدونکي هر يو خان محمد خان او عبدالرحمان چې په خپلو کروندو کې د غنمو په لو بوخت وو، وويل: سږکال د نورو کلونو په پرتله د غنمو په حاصلاتو کې څلوېښت سلنه کمبود ليدل کېږي، چې د دوی په وينا دا ټول د وچکالۍ بدې پايلې دي. دوی هم له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې د خوږياڼو ولسوالۍ د اوبو سستم رغولو لپاره بايد اسلامي امارت او مرسته کوونکي ادارې جدي پاملرنه وکړي.

بل لور د ذين الله خان په نوم د حکيم آباد يو تن اوسېدونکی چې په خپل بڼ کې يې سل مېوه لرونکي نيالګي کېنولي وايي: له سلو نيالګيو څخه يې اوس څلوېښت پاتې او شپېته يې د وچېدو په حال کې دي. نوموړی وايي که چېرې د کرنې رياست د اوبو بندونو باندې کار وکړي؛ نو شونې ده چې د وزيرو ساحه کې به ټول بڼونه له وچکالۍ څخه وژغورل شي.

په ورته وخت کې د خوږياڼو ولسوال قاري صلاح الدين ايوبي وايي: د خوږياڼو خلکو ټولې غوښتنې پر ځای دي. نوموړی وايي چې دغه ولسوالۍ هم د هېواد د نورو برخو په څېر وچکالۍ ډېره ځپلې، چې له امله يې د غنمو په حاصلاتو کې پنځوس سلنه کموالی تر سترګو کېږي. هغه د کرنې سستم د لا پرمختګ او مخابراتي شبکو بيا رغول او خوږياڼو ولسوالۍ لپاره د برېښنا غځول، په وزيرو تنګي کې د اوبو زېرمې بند جوړول او په ټوله کې د بيا رغاونې کارونه چې خلکو ته يې ګټه رسېږي، د پېلېدو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ختیځ کې په درېیو ولسوالیو(  خوږیاڼو، شېرزاد او پچیر اګام) کې مېلیونونه وګړي ژوند کوي؛ خو په تېر دولت کې یادو ولسوالیو ته د بیارغونې، پوهنې، کرنې، روغتیا او نورو برخو کې هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته