ټولنه

داساسي قانون اوونۍ په بلخ کې ونمانځل شوه

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٦نيټه :   
داساسي قانون اوونۍ پرون په بلخ ولايت کې ونمانځل شوه.
دباخترآژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛  په هغې غونډه کې چې  له همدې امله  جوړه شوې  وه دبلخ ولايت مرستيال محمدبشيرتوحيدي داساسي قانون دارزښت په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه  چې اساسي قانون زموږ دهېواد ستره ملي وثيقه  ده او زموږ اساسي قانون دسيمې دهېوادونو ترمنځ  بې ساري قانون دى  او دهېواد ټول اتباع داساسي قانون په رعايتولو مکلف دي او دهېواد ټولو خلکو  حقوق په اساسي قانون کې بيان شوي دي .
ده په هېواد کې داساسي قانون په عملي کيدو ټينګاروکړ اوله ټولو بنسټونو څخه يې  وغوښتل چې په دې لاره کې زياتې هلې ځلې وکړي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته