ټولنه

د ډاډګيرنې پيغام

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ١٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام
په  ژورې خواشينۍ او خپګان سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد يو مجرب ډاکتر پروفيسر ډاکتر شمس الرحمن توره کى د هغې ناروغۍله امله  چې ورپيښه شوې وه، وفات شوى دى.
ارواښاد ډاکتر توره کى په هېوادکې د هډوکو د ناروغيو د علاج او درملنې د برخې يو بنسټ ايښودونکى و او په دې برخه کې يې زيات خدمتونه وکړل او ګڼ شمېر شاګردان يې ټولنې ته وړاندې کړل. د ده خدمتونه د قدر وړ او مړينه يې د طبابت په برخه کې ضايعه ده.
د خپلې ډاډګېرنې او خوا خوږۍ مراتب د ارواښاد کورنۍ او دوستانو  او د طبابت د برخې کارکوونکو ته وړاندې کوم او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه  ارواښاد ته  د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د اجر او صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته