اسعد باختر د چنګاښ د میاشتې ۵ مه
د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د بابړو تنګي په سیمه کې د سیمه یېزو پولیسو پر امنیتي پوستې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې نهه تنه پولیسان شهیدان شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د کونړ ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د باختراژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې؛ دغه برید تېر ماښام په اته نیمو بجو د سیمه يېزو پولیسو په پوستې شوی دی.
دهقان زیاته کړه چې؛ټپيان روغتون ته استول شوي دي او روغتیاپالانوددوى روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.پای/وصال
1 د یوې دقیقې څخه لږ