فرهنګ

دباميانو دفرهنګي ساحې د ايستلو عملياتي پلان تاييد شو .

کابل باختر د زمري اتمه :
له خطر سره مخامخ  دنړيوالو ميراثونو له فهرست څخه دباميانو دفرهنګي ساحې  د ايستلو کميسيون  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دفرهنګ او هنر دمعين  پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ  غونډه وکړه .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې غونډه کې  له خطر سره مخامخ  دنړيوالو ميراثونو  له فهرست څخه  دباميانو دفرهنګي ساحې  دايستلو عملياتي پلان  تاييد شو او د ويجاړو شويو مجسمو دبيا رغاونې په باب  وپتيل شوه  چې په دريو  پړاونوکې دې  دپوهانو له خوا  عملياتي پلان  طرحه شي . او داجرااتو دغه  برخه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او په کابل کې ديونسکو دادارې په واسطه  عملي کېږي .
ددغه پلان له مخې ،  لومړى څيړنه کېږي  چې آيا دپخواني   زمانې دمجسمو جوړولو داصالتونو په ساتنې سره  دبوډا مجسمې  دبيا رغاونې امکان  شته اويا دغه مجسمې چې پاتې دي  وساتلې شي .
په دې غونډه کې  ديونسکو استازي  طرحه کړه  چې دغه  پروګرام بايد ددريو کلونو لپاره  تطبيق شي  او ددې تر څنګ  باميان دې له خطر سره  دمخامخو ميراثونو له فهرست څخه  وا يستل شي .
په همدې حال کې پوهاند محمد رسول باوري طرحه کړه چې دغه وزارت چمتو دى  په کابل کې  ديونسکو له ادارې سره په  دې باب همکاري وکړي .
دبوډا مجسمې په افغانستان  دطالبانو دواکمنۍ په دوران کې  ويجاړې شوې .
  ختم- ف _ اکرم
يادونه :  دمقاماتو له لارښوونې سره سم  دغه خبر دې په ټولو ورځپاڼو کې خپور شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته