نړۍ

د امریکا سفارت: د افغانستان په انتخاباتو کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده

 نړيوالې خبري منابع باختردمرغومي دمياشتې٢٢نيټه:    
په کابل کې د امریکا سفارت وايي، دوی د هغو ګڼو افغانانو او نړیویوالو غږ بدرګه کوي چې باور لري، د افغانستان په انتخاباتو کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده.  
دغه سفارت پرون په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دجمهوري رياست دانتخاباتود ځنډولو پرېکړه د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له خوا شوی، څو هغه ادارې او تخنیکي ستونزې هوارې کړي چې د پارلماني انتخاباتو په ترڅ کې ولیدل شوې.
په کابل کې د امریکا سفارت وروسته له هغې د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه دا څرګندونې کوي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون په دې هېواد کې د اپرېل له شلمې نېټې څخه د جون شلمې نېټې ته د جمهوري رياست  د انتخاباتو د ځنډولو پرېکړه د امریکا د فشار له امله  کړې ده.  
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ویلي، د افغانستان د جمهوري رياست  د انتخاباتو د ځنډېدو پرېکړه سربېره پر دې شوې چې تر دې مخکې هم ولسمشر غني او هم د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون پر وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کېدو بیا بیا ټینګار کړی و.   
خو په کابل کې د امریکا سفارت د جمعې په ورځ پرته له دې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت څرګندونو ته اشاره وکړي، ویلي چې دا په افغانانو پورې اړه لري چې خپل مشران وټاکي اودوی مستحق دی چې د انتخاباتو یوه وړتیا لرونکې اداره ولري او داسې کارپوه کسان په کې وي چې د انتخاباتو پرپروسه د خلکو باوربېرته ترلاسه کړي.         
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته