کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٩
دجوزجان ولايت سيمه ييز راډيو ټلوزيون له درولو او مونتاژ وروسته نن پرانستل شو .
دغه دستګاه د دغه ولايت د والي دمرستيال عبدالرحمن محمودي له خوا په داسې حال کې چې د دولتي ادارو رييسان حاضر وو پرانستل شوه .
دجوزجان ولايت دملي راډيو ټلويزيون آمرې نوريې حماسي باختر آژانس ته وويل دنوې استوونکې دستګاه په درولو او مونتاژ سره د آقچې، مرديانو، فيض آباد ،منګجک او خواجه دوکو دولسواليو خلک اوس کولاى شي دملي ټلويزيون له خپرونو څخه استفاده وکړي .
ويل کيږي دغه دستګاه د جوزجان دوالي په نوښت ، دملي سوداګرو په مالي مرسته او دملي ټلويزيون دتخنيکي معاونيت د تخنيکي همکارانو او انجينيرانو په همکارۍ نصب او مونتاژ شوې ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ