امنیت

درې تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان شول.

کابل  باخترد   جوزا دمياشتې  ٧ :
دقندهار ولايت په خاکريز ولسوالۍ کې په واټ کې دښخ کړاى شوى ماين دچاودنې له امله درې تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان شول.
دغه راز  په دې چاودنه کې يو سيمه ييز پوليسو اويو ملکي وګړى ټپيان شول.
د قندهار د والي ويندوى جاويدفيصل باخترآژانس ته وويل : دغه پيښه تېرماښام هغه وخت وشوه چې د سيمه ييزو پوليسو يو رنجرموټر دقندهار ولايت دخاکريز ولسوالۍ د عاروق په نامه کلي کې په واټ کې په ښخ کړاى شوى ماين وخت او چاودنه وشوه.
ده وويل: په دې چاودنه کې درې تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان اويو سيمه ييز پوليس اويو ملکي وګړى ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته