سیاست

محمداشرف غني:په فارياب،کندزاوبدخشان کې دخلکوترمنځ دويرې اوډارفضا برابروي.

کابل باخترد تلي څوارلسمه
د افغانستان د امنیتي او دفاعي بنسټونو لومړنۍ څېړنې ښیي، چې په فاریاب، کندز او بدخشان کې جنګېدونکې تروریستي ډلې د خلکو تر منځ د وېرې او ډار دفضا دبرابرولو او د پردیو او د نشه یي توکو د قاچاقچیانو شومو موخو ته د رسېدلو لپاره جنګېږي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دوياند ددفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوې دي.
د جمهور رئیس غني په مشري د کابینې پرونۍ غونډه په فوق العاده توګه د ولایتونو او په ځانګړي ډول د کندز د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه جوړه شوې وه. د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد او د کندز ولایت سرپرست حمدالله دانشي د ویډیو کنفرانس له لارې د کندز ولایت د امنیتي وضعیت په اړوند د وروستیو پرمختګونو راپور وړاندې کړ.
جمهور رئیس غني وویل، د کشفي او استخباراتي بنسټونو لومړنۍ څېړنې ښیي، چې په افغانستان کې تروریستي ډلې د طالبانو ، جرمي او بهرنیو ترهرګرو ډلې دي، چې د پردیو او قاچاقچیانو د ګټو د تامین په خاطر نابښونکي جنایتونه کوي.
جمهور رئیس وویل، موږ له یو غدار او مکار دښمن سره مخ یوو. هغه دښمن چې له بهرنیو سرچینو او نشه یي توکو څخه تمویلېږي او د پردیو د شومو موخو په خاطر د خلکو په سر، مال او عزت تعرض کوي.
د هېواد جمهور رئیس یو ځل بیا له ترهګرو سره د مبارزې په خاطر د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایل او وې ویل، زموږ پیاوړي او زړور وسله وال ځواکونه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي او هېوادوال مو په ازادي، استقلال او سوله کې ژوند وکړي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، موږ د قانون حاکمیت، امنیت او سوکالي تامینو او ترهګر برعکس تاوتریخوالی، قتل، تهدید، شاته تګ او صحرايي محکمې دودوي.
جنرال مراد علي مراد وویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو له بشري حقونو څخه سرغړونه، نه ده کړې او یو ځل بیا یې جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د نافذه قوانینو او نړیوالو میثاقونو په رعایتولو سره د خلکو د سر ا مال ساتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته