کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ٢ :
د علومو اکاډمۍ له خوا نن د راډيو اکټيف له موادو او له آيونايز کوونکې وړانګې څخه د استفادې ترعنوان لاندې په کابل کې علمي _څيړنيز سيمينار جوړشو.
دباخترآژانس دخبريال د خبرله مخې: د دغه سيمينار په پيل کې چې د يوشمېر پوهانو او څيړونکو په ګډون جوړ شوى و؛ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني پيغام د علومو اکاډمۍ د سرپرستې ثريا پوپل له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي:
(( د راډيو اکټيف له موادو او له آيونايز کوونکې وړانګې څخه استفاده د انرژۍ د توليد، د ناروغيو د تشخيص او درملنې، د نباتاتو د جنيتکي اصلاح ، د صنعتي توليداتو د پرمختيا او په نړۍ کې د علمي تحقيقاتو د منبع په توګه ترسره کيږي.))
دغه راز په پيغام کې ويل شوي دي چې د نړۍ ستر صنعتي هېوادونه د راډيو اکټيف له موادو څخه له ترلاسه شوې انرژۍ او له نورو ګټو څخه يې استفاده کوي.
دغه راز د دغې موضوع په باب خبرې د روغتيايي اساسي خدمتونو، دکرنيزو محصولاتو د کميت او کيفيت د لوړولو او د هېواد د اقتصادي او صنعتي ودې او پراختيا زمينه برابروي.
وروسته د علومو اکاډمۍ سرپرستې ثريا پوپل د راډيو اکټيف له موادو او له آيونايز کوونکې وړانګې څخه د استفادې او د هغو د ساتنې په اړوند معلومات ورکړل او يې ويل: لکه څنګه چې ټول پوهيږي په سوله ييز ډول په صنعت، د انرژۍ په توليد، علمي تحقيقاتو، د ناروغيو په تشخيص ، وقايې او درملنه او په نورو برخو کې د راډيو اکټيف له موادو څخه استفاده زيات ارزښت لري .
ثريا پوپل زياته کړه چې د نړۍ پرمختللي هېوادونه دې هدف ته رسيدلي دي او له همدې لارې د نړۍ په ځواکمنو او صنعتي هيوادونو بدل شوي دي او آن نن ورځ پوهان دې نتيجې ته رسيدلي دي چې د راډيو اکټيف له موادو څخه له استفادې پرته اقتصادي او صنعتي وده او پرمختيا سخته او ناشونې ده .
په دې سيمينارکې د سيمينار په اړوند د لوړو زده کړو وزارت او د کابل پوليتخنيک پوهنتون پيغامونه هم د دغوبنسټونو د استازو له خوا ولوستل شول.
9 1 دقیقه لوستل