خبرونهامنیت

درې ويشت وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

 کابل /د وري  ٢٤مه /باختر

٢٣ وسله وال طالبان په هلمند کې د افغان ځواکونو په يولړ هوايي بريدونوکې ووژل شول.

په دغو طالبآنو تېره شپه  د نهر سراج ، ناوې او د نادعلي په ولسواليوکې د دوى پر پټنځيو بريدونه وشول.

د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دې بريدونوکې  ٢٣ وسله وال طالبان ووژل شول .

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي  چې دغه طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و چې پرې بريدونه وشول.

د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونه د هلمند  له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٣٤ ماينونوپه کشف اوشنډولو سره د يولړچاودنومحه ونيوله .

د دغو ماينونو د ښخولو په تور څوک نه دى نيول شوى.

طالبانوتراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

ختم – ج _

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته