امنیت

درې څلوېښت طالبان په جوزجان کې ووژل شول

کابل / د غويي ١۹مه / باختر
په جوزجان کې ۴۳ وسله وال طالبان تېره شپه په دوو جلاجلا هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختر آژانس خبريال ته وويل: د هېواد هوايي ځواکونو د جوزجان د منګجيګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو پر قرارګاه او د راټولېدو پر سيمه بريدونه وکړل چې په پایله کې د يوه کليدي قوماندان په ګډون ۴۳ وسله وال طالبان ووژل شول او ۴ نور یې ټپيان شول.
دغه راز په دغو هوايي بريدونو کې د دښمن وسلې او مهمات هم له منځه یوړل شول.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته