امنیت

په کابل کې نننۍ پيښه د ځانمرګي بريد زيږنده وه

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١٦ :
امنيتي مقاماتو ټينګار وکړ چې دکابل ښار دشاه شهيد په سيمه کې نننۍ پيښه دځانمرګي بريد زيږنده وه.
دباختر آژانس دخبرله مخې : 
ځانمرګي يرغلګر په بمونو بار خپل موټر د کابل ښار په اتمې ناحيې پورې اړوند  د شاه شهيد د دويم سړک په ساحه کې هغه وخت وچاوه چې د بهرنيو ځواکونو وسايط له ساحې څخه دتيريدو په حال کي و.
دکورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په کابل ښارکې  دغه پيښه تائيدکړه او  ويې ويل چې په دې پيښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د يادونې وړ ده: نننۍ پيښه په هغه سيمه کې شوې ده چې د ملي شورا د يوه غړي کور او يوه پوځي اداره پکې ده .
د شاه شهيد دويم سړک هغه ځاى چې نن د ځانمرګي بريد ډګر و؛ پخوا هم دوه ځلې ځانمرګي بريدونه شوي دي. يوځل د يوې قومي غونډې په برخه والو بريد شوى و  خو هغه يرغلګر چې نن په ځانمرګي بريد لاس پورې کړ هدف يې بهرني ځواکونه و.
په کابل کې د ناټو خبرځايونو تائيد کړه چې د ځانمرګي يرغلګر هدف بهرني ځواکونه و چې هغوى ته هيڅ زيان نه دى اوښتى خو ناټو د قضيې په باب په تحقيق ټينګارکړى دى.
د کابل د پوليسو يو خبرځاى هم ويلي دي چې په نننۍ پيښه کې د سر زيان نه دى اوښتى خو د پيښې د ځاى شاوخوا ودانۍ زيانمنې شوې او يو يا دوه موټرونه ويجاړ شوي دي.
د مرکز د روغتونو رياست يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې په نننۍ پيښه کې د سر زيان نه دى اوښتى او د مرکز روغتونونو ته له دغې پيښې څخه  څوک نه دي ليږدول شوي.
نننۍ پيښه  د تيرې يوې  اوونۍ په دننه کې په کابل کې دويمه ځانمرګې پيښه ده.
د کابل د هوايي ډګر په واټ کې د تيرې اوونۍ د ځانمرګي په بريدکې يو شمېر کابل ښاريانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .
هارون زرغون چې ځان د ګلبدين حکمتيار د اسلامي ګوند وياند بولي؛ د دغه  ګوند په استازيتوب يې د مسووليت ادعا کړې ده.
دغه ګوند په دې وروستيو وختو کې  له داعش سره هم خپل ملاتړ اعلام کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته