روغتیا

په پنجشيرکې د رواني ناروغيو زياتوالى

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١١ :
په پنجشيرولايت کې رواني ناروغۍ   زياتې شوې دي.
دپنجشيرولايت دعامې روغتيا درياست له خوا  دوړاندې شويو شميرنوله مخې:  يوازې  د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې   په دغې خطرناکې ناروغۍ   ١٨٠٠  تنه اخته کسان په دغه رياست کې ثبت شوي دي.
په داسې حال کې چې دغه شمير  دتيرکال په همدې موده کې  ٩٧١  تنه و.
له بله پلوه په پنجشير ولايت کې درواني ناروغيو دزياتوالي علت په روغتيايي کلينيکونو کې  په دغې ناروغۍ  داخته کسانو  دپيژندنې په لاره کې دډاکترانو دظرفيتونو لوړول بلل شوې دي.
دپنجشير ولايت دعامې روغتيا درياست دروغتيايي معلوماتو مسوول ډاکتر حامد احمدي دباخترآ ژانس خبريال ته وويل :  په دغو شميرنو کې ٤٤٦تنه نارينه ، ١١٢٨ تنه ښځې اوماشومان شامل دي.
احمدي زياته کړه: دعامې روغتيا رياست  د روزنيزو او د پوهاوۍ  دپروګرامونو دجوړولو له لارې  ددغې ناروغۍ دکمښت په لاره کې هلې ځلې کړې دي.
په همدې حال کې  يوشمير ډاکترانو په وروسته پاتې ټولنو کې ددغې ناروغۍ دخپريدو اصلي علت  بيوزلي ، کورنى تاوتريخوالى ،  دماشومانودزيږون زياتوالى او  جبري  ودونه  بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته