فرهنګ

دمصر دفرهنګ لومړى ښځينه وزيره : دشپلې له غږولو څخه تروزارت پورې

قاهره  باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
  دمصر دفرهنګ دلومړى ښځينه وزيرې  په توګه د مصرۍ شپلې غږوونکې هنرمندې ايناس عبدالدايم انتخاب په دغه هېواد کې دموافقانو او مخالفانو ترمنځ جنجالونه او ناندرې  راپارولې دي .
   دراي اليوم ګڼ تيراژۍ  ورځپاڼې  دسه شنبې په ورځ  وليکل چې دغه انتخاب اختلافونه  ، تاييدونه اونيوکې په ځان پسې  لري .
  ځينې  انتقاد کوونکي په دغه مقام  ديوې ښځې  انتصاب دجمهوري رياست دانتخاباتو له ترسره کيدو مخکې دحکومت دبڼې دښه والي لپاره دالسيسي هلې ځلې  بولي اونه ددغه هېواد  مصلحت په پام کې نيول .
  ځينې  انتقاد کوونکي په ايناس عبدالدايم  تور لګوي چې داسرائيلو له رژيم  سره داړيکو عادي کول غواړي . ددغه انتصاب موافقان هم عقيده لري چې دى فرهنګ ديوې  ښځينه وزيرې  په انتخاب سره به په دغه هېواد کې دښځو غږ زيات واوريدل شي .
عبدالفتاح السيسي  ديکشنبې په ورځ په خپله  کابينه کې په يولړ بدلونونوسره ايناس عبدالدايم  د حلمي النمنم  پرځاى ددغه هېواد دفرهنګ دوزيرې په توګه انتصاب  کړه .
عبدالدايم  دمصر داخوان المسلمين  يوه مخالفه ده چې دمصر دپخواني جمهور رييس محمد مرسي په دوره کې  له هنري فعاليت څخه منع کړى شوې وه .
  دمصر  دوخت دفرهنګ وزير  علا عبدالعزيز  دښځيتوب په دليل داپراسالون  ته  دهغې دورتګ مخه نيولې  وه .
  عبدالدايم  په  ١٩٦٠ کال کې زيږيدلې ده .
دې  دښوونځي  ددورې له پاى ته رسولو وروسته دقاهرې دموسيقۍ  په عالي کنسرواتوار کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په  ١٩٨٢ کال کې دخپلو زده کړو  دبشپړولو لپاره پاريس ته لاړه او دموسيقۍ  له عالي پوهنتون څخه دشپلې غږولو په څانګه کې  د دوکتورا دسند په ترلاسه کولو سره فارغه شوه .
ايناس په  ٢٠٠٣ ميلادي کال کې دقاهرې د سمفونيک  دارکستر  رهبري چې دمصر دموسيقۍ  زيات شمير هنرمندان يې راټول کړي دي پرغاړه واخسته او په  ٢٠٠٤ ميلادي کال کې دقاهرې  موسيقۍ  دعالي کنسرواتوار رييسه شوه .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته