امنیت

نهه ماينونه کشف او شنډ کړاى شول

کابل / د چنګاښ ٢٢ مه / باختر
امنيتي او دفاعي ځواکونو پرون په جوزجان او سرپل کې د نهو ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې امنيتي او دفاعي ځواکونو د شبرغان ښار او د جوزجان د خماب ولسوالۍ په مربوطاتو او د سرپل په مرکز پورې اړوند سېد آباد کلي کې ٩ ماينونه کشف او شنډ کړل.
هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو دغه ماينونه پر ملکي خلکو او امنيتي او دفاعي ځواکونو د بريد په موخه ځاى پرځاى کړي وو.
ختم – ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته