کابل/ د چنګاښ۲۶مه/ باختر
د جمهور رییس محمد اشرف غني د ۸۹۳ یم حکم پر اساس ضیا عاصي د ملي امنیت شورا دفتر د ۷۰۰ ام ریاست، رییس وټاکل شو.
د ملي امنيت شورا ذفتر معلوماتو له مخې؛
ضیا عاصي تر دې وړاندې، ۳ کاله د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ د سترسلاکار په توګه دنده تر سره کړې او ۵ کاله کېږي، چې د کورنیو چارو وزارت د نظارت او ارزونې د رییس په توګه دنده ترسره کوي.
نوموړی چې د ماسټری تر کچې زدکړې لري په افغان-امریکايي پوهنتون کې هم له ۲ کلونو را هیسې د استاد په توګه تدریس کوي.
عاصي په څلو رو ژبو(دري، پښتو، انګلیسي اوفرانسوي) تسلط لري.