امنیت

شل تنه ډار اچوونکي ووژل شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
شل تنه ډار اچوونکي دهيواد په ځينو سيمو کې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دباختر آژانس دخبرله مخې : دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې دهيواد په بيلابيلو سيمو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې شل تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ١٩ تنه نوريې ټپيان شول.
دغه عمليات دتوبچي او هوايي ځواکونو په ملاتړ دننګرهار ،غزني ،پکتيا، کندهار، روزګان،غور ،بادغيس ،فراه ،فارياب ،بغلان او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ دميرجان او دباغا دکليو او دغزني ښار دنوغي دساحې په مربوطاتو کې ١٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او د دښمن ٣ موټرونه ، ٣ موټر سايکلونه او له چاوديدونکو توکو ډک يو کانتينر له منځه تللي دي .
دغه راز په دغو عملياتو کې دهارون په نامه دحقاني دشبکې يو غړى ، دالقاعده دشبکې يو غړى او دکويټې دشورا دوه تنه غړي وژل شوي دي،او دفراه ښار دامنيتي کمربند په ساحه کې ٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نوريې ټپيان شول او د دښمن يو موټر له منځه يووړل شو .
دغه راز دهلمند ولايت دګرشک او دپکتيا ولايت د زرملې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو دګډو چاڼيزو عملياتو په بهير کې دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او نهه تنه ټپيان شول او د دښمن يو موټر او يوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي .
ديوبل خبرله مخې : ددغوعملياتو په بهير کې چې دکورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف ترسره شوي و دملي اردو پنځه تنه منسوبين شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته