سیاست

جمهو رئیس غني د تاجکستان له جمهور رئیس سره وکتل

کابلباختر د غويي د مياشتې٢٢
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د تاجکستان  جمهور رئیس امام علي رحمان د یو لړ رسمي تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې پرون سهارپه پلازمېنه دوشنبه کې ښه راغلاست ووایه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
امام علي رحمان تاجکستان ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس لومړی رسمي سفر د  دواړو هېوادونو د مناسباتو او هر اړخیزو همکاریو د پراختیا په برخه کې مهم ګام وباله.
دواړو لوریو په دې کتنه کې چې په ملت ماڼۍ کې ترسره شوه، د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو او اړیکو د پراختیا، د وروستیو سیمه ییزو او نړیوالو سیاسي بدلونونو او د افغانستان د اوسنۍ حالت په هکله بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني وویل، افغانستان او تاجکستان نه یوازې دا چې د لیدلوري اختلاف نه لري، بلکې د سولې، ثبات او سوکالۍ په هکله دواړه هېوادونه مشترک لیدلوری لري. هغه زیاته کړه، باثباته افغانستان د تاجکستان په ګټه دی.
جمهور رئیس وویل، افغانستان له مرکزي اسیا څخه جنوبي اسیا ته د انرژي د انتقال ښه مسیر دی او موږ ژمن یوو چې د سیمې ټولو هېوادونو ته د تاجکستان د ترانزیت لاره برابره کړو.
محمد اشرف غني د افغانستان او تاجکستان تر منځ سرحدي همکاري مهمه وبلله او زیاته یې کړه، د تاجکستان او افغانستان تر منځ په سرحدي سیمه کې امنیت زموږ لپاره حیاتي ارزښت لري، هغه وویل، د افغانستان د ملي امنیت دشورا سلاکار به په نږدې راتلونکي کې په همدې خاطر تاجکستان ته سفر وکړي.
د تاجکستان جمهور رئیس وویل، افغانستان په سیمه کې زموږ مهم شریک دی او له افغانستان سره دوستانه مناسبات زموږ لپاره زیات اهمیت لري، ځکه موږ له افغانستان سره اوږد سرحد لرو او له دې امله د افغانستان ثبات زموږ لپاره مهم دی.
ښاغلي رحمان وویل، په افغانستان کې د تېرو شلو کالو په پرتله زیات مثبت تغیرات لیدل کېږي او دا د افغانستان د روښانه راتلونکي امیدواري زیاتوي. 
هغه څرګنده کړه، چې د کاسا ۱۰۰۰ پرانیسته د سیمې د هوساینې او پرمختګ لپاره ښه پیل دی. همدارنګه نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ په اقتصادي، فرهنګي او هر اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.
د تاجکستان جمهور رئیس افغانستان د انرژي د انتقال لپاره لنډ او مناسب مسیر وباله. نوموړي زیاته کړه، چې له افغانستان سره په ټولو برخو کې صمیمانه همکاریو ته تیار یوو.
همدارنګه دواړو لوریو د مجرمینو د تبادلې په برخه کې د دواړو هېوادونو په ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
جمهور رئیس غني له ښاغلي امام علي رحمان څخه د ده د ښې مېلمه پالنې له امله مننه وکړه او هغه ته یې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه، چې د تاجکستان جمهور رئیس په مننې په سره د جمهور رئیس بلنه ومنله او ټينګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو تر منځ رسمي مناسبات او سفرونه باید زیات شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته