اقتصاد

دوزيرانو شورا اقتصادي کميټې غونډه وکړه

کابل _ باختر دکب دوه ويشتمه :
دوزيرانو شورا اقتصادي کميټې نن له غرمې وروسته دجمهور رييس دمرستيال او ددغې کميټې درييس محمدکريم خليلي په مشرۍ غونډه وکړه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، په دې غونډه کې لومړي دارزښتناکو سندونو دپيردودنې او پلورنې دمرکزونو دجوړولو په باب دافغانستان بانک درييس وړانديز وڅيړل شو او خبرې پرې وشوې .
داقتصادي کميټې غړو له اقتصادي پلوه دهغه ارزښت ته په پاملرنې سره دغه موضوع په مفصله او هراړخيز ه  توګه وڅيړله او دظرفيت ، اقتصادي اغيزمنتوب نظاتي ميکانيزمونو او په پولي او مالي سياستونو باندې دهغه داغيزو له پلوه خپلې يو لړ نظريې او وړانديزونه طرحه کړل ،اقتصادي کميټې په دې اړوند پريکړه وکړه چې  داقتصاد ماهرانو اومخورو کسانو داستازو پنځه کسيزکميسيون  دې دارزښتناکو سندونو دپيردونې او پلورنې دمرکزونو دجوړولو طرحه په هراړخيزه توګه مطالعه کړي او داقتصادي کميټې په يوه غونډه کې دې وړاندې کړي .
دغونډې دکار په دوام  دښار جوړولو دچارو وزير دهيواد ددولسو  ښارونو تالقانو ، ميمنې ، چاريکارو، فراه ، ګرديز ، مهترلام، پلخمري ، ميدان ښار ، ايبکو ، پنجشير  ، ترينکوت او دپل علم ستراتيژيکي پلان کميټې ته وړاندې کړل .
د ښار جوړول دهيواد ديو ستر اقتصادي فعاليت ، دښارونو چټکې ودې او هم دځان دپرمختيا دمخنيوي په توګه دستراتيژيکي پلانونو دضرورت يو مهم دليل وباله او څرګنده يې کړه چې تراوسه پورې  دهيواد د څه دپاسه شپږ پنځوسو ښارونو ستراتيژيکي پلان برابر او بشپړ شوي دي .
وروسته داقتصادي کميټې غړو دترانسپورتي مسئلو ، ښاري خدمتونو ، دتطبيق دڅرنګوالي ، د ژوندانه  دچاپيريال ساتنې دمسئلو او د ځينو نورو مسئلو له پلوه خپلې يو لړ پوښتنې  طرحه کړې .
  اقتصادي کميټې دهيواد ښارونو ته دستراتيژيکي  پلانونو د مهم بللو  په ترڅ کې ، ددغو ستراتيژيکي پلانونوطرحه په اصولو او قاعده کې تاييد کړه او دراتلونکو اجرااتو په مقصد يې دوزيرانو عالي شورا ته وړاندې کړه .
دغونډې دکار په دوام دغه راز دښار جوړولو دچارو وزير دسلواغى دشپږ ويشتمې پروژې دګړندي کولو  په اړوند چې  داستوګنې يوه مهمه پروژه ده  خبرې وکړې او وړانديز يې وکړ چې ددغې پروژې دکار دګړندي  کولو په مقصد دى خصوصي ساختماني شرکتونه دهغې په جوړولو کې ونډه  واخلي او هم دې ددغه وزارت دنورو ساختماني پروژو له پروسيجر سره سم په مناسبه بيه د دولتي ادارو په کارکوونکو داستوګنې نمرې وويشل شي .
اقتصادي کميټې په دى اړوند له هرارخيزو خبرو وروسته هغه دکابل دنوى ښار له ماستر پلان سره ددغې پروژې دنه مغايرت په صورت کې تاييد کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته