کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر
د چارو ادارې د دولتي ادارو مسوولینو ته د معیاري پلان جوړونې او راپور ورکولو د مهارتونو د زده کړې په موخه روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ دغه ورکشاپ نن د چارو د ادارې د عمومي رئیس مولوي احمدجان احمدي په شتون او د دولتي ادارو د استازو په ګډون جوړ شو.
د چارو ادارې لوی رئيس مولوي احمدجان احمدي د روزنيز ورکشاپ په پيل کې وويل، چې پلان جوړونه او راپور ورکول د اداري کار او له مهمو اصولو څخه دي چې د افغانستان دولتي ادارې مسووليت لري، چې د پلانونو په چمتو کولو او سپارلو کې ټول عصري معيارونه په پام کې ونيسي.
هغه زیاته کړه، وزارتونه او دولتي ادارې مکلفې دي چې خپل کاري راپورونه په منظمه توګه د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې کړي.
په دغه ورکشاپ کې د څارنې او ارزونې رئیس محمد ګل کوچي په دوه جلا جلا پرېزنټیشنونو کې د وزارتونو او دولتي ادارو رئیسانو او مسوولینو ته د کاري پلان او راپور ورکولو د چمتو کولو او د څرنګوالي زده کړې ورکړې.
د یادولو وړ ده چې په دې ورکشاپ کې د ۵۳ دولتي څانګو د پلان او پالیسۍ ریاستونو مسوولینو ګډون کړی وو.
ع