کابل / د وري ۲ مه / باختر
مرکزي بانک ١۲ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په ليک کې چې باختر آژانس ته استول شوى دى؛ ويل شوي دي: د افغانستان بانک د روان کال د وري ۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ، ١۲ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابر صرافانو او تجارتي بانکونو ته بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
د يادونې وړ ده چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
وهاج