خبرونهاقتصاد

دوه دېرش میلیونه ډالر بشري مرستې کابل ته راورسېدې

– کابل / د وري ۱۸ مه / باختر

د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې، کابل ته د ۳۲ میلیونو امریکايي ډالرو بشري مرستو د را رسېدو خبر ورکړی دی.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې، نن ۳۲ میلیونه امریکايي ډالره نغده مرسته کابل ته راورسېده.

د افغانستان بانک، د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو قدرداني کړې او د زیاتو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.

په همدې حال کې، د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه څرګنده کړې ده چې له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري چې نړیواله ټولنه هم دې برخې ته پاملرنه وکړي او له افغانستان سره به د بانکي اړیکو د آسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې همکاري وکړي.

افغانستان ته د بشري مرستو له پیله، دا یوویشتمه کمکي بسته ده چې په نغدي ډول کابل ته رارسېږي او د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته سپارل کېږي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته