کابل / دمرغومي ٧مه / باختر:
په غور کې پرون دماين دچاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول اويوبل ټپي شو .
دغور دپوليسو وياند عبدالمعروف رامش دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې ددغوکسانو دسپرلۍ موتر دمرغاب – دولتيار دولسواليو په تګلوري کې په ماين وخوت .
په دې چاودنه کې دوه تنه ملکيان ووژل شول او يوبل ټپي شو چې روغتيايي حالت يې خراب بلل شوى دى .
ختم_ ج _ اکرم