خبرونهروغتیا

دوولس تنه په جوزجان کې  د کولرا له امله مړه شول

 کابل، د چنګاښ٣٠مه، باختر

د جوزجان د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې د کولرا ناروغۍ  له خپرېدو وروسته تر اوسه پورې ٦٩٥٠ تنه په دې ناروغۍ اخته شوي، چې له دې جملې څخه ٢٦٤٤ تنه تر جدي څارنې لاندې دي.

د جوزجان د عامي روغتيا رياست يوه مسوول ډاکتر خالص قادري باختر آژانس ته وويل چې دغه ناروغۍ د لومړي ځل لپاره د دغه ولايت د مرديانو ولسوالۍ د جنګل اريغ په کلي کې خپره شوه چې په خپل وخت د خدمتونو وړاندې کول او د خلکو همکاري د دې ناروغۍ د زياتو خپر‎ېدو مخه ونيوله.

هغه وويل؛ تراوسه پورې ٦٩٥٠ تنه په دې ناروغۍ اخته شوي، چې له دې جملې څخه ١٢ تنه روغتيايي مرکزونو  ته له ليږدونې وړاندې  مړه شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د ککړو اوبو استفاده او د روغتيا ساتني نه رعايتول په دغه ولايت کې د دې ناروغۍ د خپرېدو سبب شوې.

د جوزجان د عامې روغتيا رئيس عبدالغني صميم وايي، چې اوس دغه ناروغۍ تر کنترول لاندې ده او اړتيا ده چې په دې برخه کې روغتيايي مرستندوى بنسټونه يوځاى شي.

صميم له خلکو وغوښتل، چې د روغتيايي لارښوونې رعايت او له پاکو اوبو څخه استفاده وکړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته