کابل / د وري ٢مه /باختر
ديارلس وسله وال طالبان په هرات کې په نويو جګړوکې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار د شينډنډ او د پښتون زرغون په ولسواليو کې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې طالبانو د افغان ځواکونو پرپوستې او کاروان يرغل وکړ.
د هېواد په لويديځ کې د ظفر قول اردود يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو جګړوکې د طالبانو د ډلې د يو قوماندان او د دوو ماين ښخوونکو په ګډون ١٣ وسله وال طالبان ووژل شول.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونو په هرات له ګڼ مېشتولارو څخه د ١٠ ماينونوپه کشف اوشنډولو سره د يو لړ چاودونومخه ونيوله .
د دغوماينونود ښخولوپه اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم-ج _ ا