ټولنه

دپاکستان محکمې په ضمانت سره دشربت ګلې آزادول ردکړل

 اسلام اباد دآزادۍ راډيو باخترد لړم د مياشتې  ١٢ :    
دپاکستان دپيښور محکمې نن په ضمانت سره  د شربت ګلې دآزادولو غوښتنه رد کړه .
دې چې په ١٩٨٠ کال کې  په نيشنل  جيوګرافيک مجله کې دخپل عکس  په چاپولو سره ديوه مهاجر ماشوم څيره نړيوالو ته وړاندې کړه  اوپه ټوله نړۍکې  مشهوره شوه تيره اوونۍ  په پيښور کې دتقلبي هويت دسندونو دلرلو په تور ونيوله شوه ،  شربت ګله دغه تور ردوي .
څارنوال محسن داوار وويل چې  محکمې دشربت ګلې له خوا دضمانت غوښتنه نن رد کړه ځکه کافي دليلونه شتون نلري چې  ددې پاکستاني والى ثابت کړي.
دشربت ګلې مدافعو وکيلانو ويلي دي  چې داد ځګر دپړسوب په ناروغۍ اخته ده او څلور ماشومان يې په دې ډډه لګوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته