امنیت

دپروان ولايت دسيد خيل ولسوالۍ امنيه قوماندان ټپي شو .

کابل باختر د زمري لسمه :
دپروان ولايت  دسيد خيل ولسوالۍ امنيه قوماندان له ساتوونکى سره يې ټپي شو .  دپروان ولايت وياند وحيد صديقي دباخترآژانس خبريال ته وويل : دسيد خيل ولسوالۍ دامنيه قوماندان  ملا شاه مري دسپرلۍ په موټر تيره شپه  ددغه ولايت دجنګل باغ په ساحه کې  دوسله والو کسانو له خوا بريد وشو چې له امله يې دامنيه قوماندان  يو ساتوونکى ووژل شو او قوماندان او يوبل ساتوونکى يې ټپيان شول .
  طالبان له دغې پيښې وروسته له ساحې څخه وتښتيدل او دهغوى دنيولو لپاره دپلټنې عمليات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته