اقتصاد

دډنمارک صدراعظم له افغانستان سره د خپل هيواد د مرستو په دوام ټينګار و کړ

کا بل باختر دسلواغى اوله

ډنمارک له افغا نستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي دغه ټکى دډنمارک صدراعظم پرون د هلمند ولايت ته دسفر په بهير کې د هلمند له والي ګلاب منګل سره په کتنه کې څرګند کړ

دډنمارک صدراعظم د هلمند له والي سره له کتنې وروسته په يو خبري کنفرا نس کې وويل چې د هلمند ولايت ته دده د سفر هدف د امنيتې مسو ليتونو د ليږد ونې د بهير څيړنه او د خپل هيواد له پوځې او ملکي ما مورينو سره کتنه ده

 ده په دې خبري کنفرانس کې وويل چې ډنمارک له ٢٠١٤ کال وروسته هم په ملکي برخوکې خپلو مرستو ته دوام ورکوي اود هيواد ستراتيژي به يې چې پخوا د افغا نستان د ملا تړ په اړوند و په خپل ځاى وې

 ده په دې خبري کنفرا نس کې د ايساف له ځوا کو نو څخه افغان ځواکو نو ته د امنيتې مسو ليتو نو د ليږد ونې بهير په دوو پړا وونو کې دلښکر ګاه په ښار اود هلمند ولايت په دريو ولسواليوکې ترسره شول ډيرمهم بهير و باله اود هغه ملا تړ يي و کړ .

په دې خبري کنفرانس کې د هلمند والي محمد ګلا ب منګل دډنمارک د مرستو له ا مله چې پخوا په بيلا بيلو برخو کې په دغه ولايت کې ترسره شوي دي ، قدردا نې و کړه او زيا ته يي کړه چې ډنمارک نه يواځې د امنيت په برخه کې بلکي د نشه يي تو کو پرخلاف دمبارزي ، پو هنې ، عا مې رو غتيا او نورو برخو کې هم زيا تې مرستي کړي دي

والي وويل دډنمارک صدراعظم په بيلا بيلو برخو کې د خپل هيواد د مرستو په دوام ټينګار کړى دى

ډنمارک په افغا نستان کې څه ناڅه اووه سوه پنځوس تنه پوځيان لر ي چې زيا تره يي د هلمند ولايت دګرشک په ولسوالۍ کې د امنيت په تامينولو او بيا رغا ونې بوخت دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته