ټولنه

دکندز له بې ځايه شويو کسانو سره مرسته وشوه

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې پنځلسمه
څه ناڅه دوه زره شپږ سوه کورنيو چې په کندز ولايت د جګړو او د طبيعي آفتونو له امله زيانمن شوې وې؛ نن د قزاقستان له مرستو څخه ګټه واخسته.
دکندز ولايت دکرنې او اوبولګولو رياست د کرنيزو چارو رياست آمر عبدالبصير فقيري د باختر آژانس خبريال ته وويل: څه موده مخکې د کرنې او اوبو لګولو وزارت وړانديز کړى و چې له دغو بې ځايه شويو کورنيو سره دې مرسته وشي.
په دغو مرستوکې ١٣٠ ټنه اوړه او ٦٣ ټنه وريجې شته چې له کابل څخه کندزته ليږدول شوې دي او دا دى د ويشلو بهير يې په رسمي ډول پيل شوى دى .
فقيري زياته کړه: دغه مرستې په هغو دوه زره شپږ سوه کورنيو چې د نا امنيو او د سيلابو په شان د طبيعي آفتونو له امله زيانمنې شوې دي؛ وويشل شوې .
ده زياته کړه: په هرې کورنۍ٥٠ کيلواوړه او ٢٥ کيلو وريجې وويشل شوې دي.
دکندز ولايت د چار درې ولسوالۍ د عيسى خيلو اوسيدونکي رحمت الله چې دغه مرستې يې ترلاسه کړې وې ، وويل: له دولت څخه غواړو چې له بې ځايه شويو او مصيبت ځپلو سره دې زياتې مرستې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته