کابل/ د غوايي١٩مه/ باختر
د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولینو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له سرپرست شیخ الحدیث ډاکټر نورمحمد ثاقب سره په کتنه کې وویل چې د حاجیانو لېږد تجارت نه، بلکې د دوى دیني وجیبه ده.
له ارشاد، حج او اوقافو وزارت څخه نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې کتنه کې د حج او اوقافو وزارت سرپرست له دغه شرکت څخه د حاجیانو د لېږد د پروګرامونو، د اریانا شرکت د وړتیا او ظرفیت، او د افغان حاجیانو د تګ او راتګ د لګښتونو د دقيقې محاسبې د معلوماتوغوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د دغه شرکت مسوولينو د حج او اوقافو وزارت سرپرست ته د شته امکاناتو او ظرفيتونو او د حاجيانو د لېږدونې د پلان په باب معلومات ورکړل.
دوی ویلي، چې د حاجیانو لېږد تجارت نه، بلکې د دوى دیني مکلفیت دی او ژمنه یې وکړه، چې د حاجیانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو کې به همکاري کوي.
د کتنې په پای کې له آریانا افغان هوايي شرکت څخه وغوښتل شول چې د خپل ټکټ وروستۍ بيه او شرایط په لیکلي ډول له دغه وزارت سره شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سعودي حکومت په دې وروستیو کې اعلام وکړ چې سږ کال به په فرضي حج کې یو میلیون حاجیان ګډون وکړي.
\ ذ