سیاست

د استانبول بهیر د لوړپوړو چارواکو په ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت

کابل باختر دتلې ٥ مه
د استانبول بهیر د لوړپوړو چارواکو په ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت
بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب ډاکټر زلمی رسول بیانیه
نیویارک- ۱۳۹۱ لمریز کال د تلې ۳ مه
آغلو او ښاغلو:
سهار مو نیکمرغه او تاسې ټولو تود هرکلی وايم . موږ سره په دغه مهم بحث کې د ګډون له امله له تاسو څخه مننه کووم. له دی امله چې نن سهار ستاسو ټولو کوربتوب وتوانیدلو، خوښ یو.
غواړم چې د قزاقستان څخه د هغه وړاندیز له امله، چی دوی به د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکې غونډی کوربتوب به په آستانه کې وکړی د زړه له کومې مننه وکړم.
همداراز ډیر خوښ یم چی ډیرې سازمانونه  له موږ سره په دغه ناسته کې یوځای شوی دي، مونږ په دی اړه چی څنګه کولې شو د هغو مهمو کارونو ترمنځ همغږی رامنځته کړو چی زموږ سازمانونه او استانبول بهیر یې ترسره کوي ، ستاسو نظریاتو ته سترګې په لار یو.
آغلو او ښاغلو، خوږو همکارانو:
تیره جمعه په افغانستان کې د ترسره شویو پرمختګونو په اړه امنیت شورا ته د راپور وړاندې کولو له امله خوښ شوم.
ما د امنیت شورا غړیو هیوادونو ته د روان لیږد بهیر، زموږ د روغې جوړې هڅو، د شیکاګو او توکیو کنفرانسونو په ګډون د افغانستان په اړه په دی وروستیو کې د ترسره شویو مهمو نړیوالو غونډو ، او یقینا د هغه مهم پرمختګ په اړه چې هیوادونو د دغه میز په شا او خوا کې زموږ په سیمه کې د پایله لرونکې همکارۍ په تړاو د استانبول بهیر د موخو په پیاوړتیا کې ترلاسه کړی په باب راپور وړاندی کړ.
لکه څنګه چې تاسې خبر یاست، د لیږد بهیر دریم پړاو به د لیندی میاشتی پوری په خپل وخت او بریالۍ توګه بشپړ شي، چی به د هیواد ۷۵ سلنه نفوس واضحه اکثریت د افغان ملی امنیتي ځواکونو د امنیتي پوښښ لاندې راولي. دا زمونږ د هغو هڅو  یوه مهمه او برجسته پړاو ده  چې غواړو د ۲۰۱۳ کال ترپایه پورې د امنیتي مسوولیتونو بشپړ لیږد په پوره توګه ترسره کړو او د ۲۰۱۴ کال تر پایه د لیږد بهیر په بشپړه توګه تطبیق شي.
موږ دغه اونۍ د پخوانی ولسمشر او سولې عالی شورا مشر پروفیسور برهان الدین ربانی  لومړنې تلین ولمانځه. د هغه خواشینونکې مرګ زموږ د سولې هڅو ته سخت ګوزار وو.
خو د وخت په تېریدو او د سولې عالي شورا د مشر په توګه د ښاغلي صلاح الدین رباني په ټاکلو سره مونږ یو ځل بیا سره را ټول شو، او د سولې بهیر ته مو پیاوړتیا وبخښله. د یوې معززې، تل پاتې او بشپړې سولې لپاره هر څه چې زمونږ په توان کې دي مونږ به یې ترسره کړو. په افغانستان کې سوله نه یواځې د افغانانو اړتیا ده، بلکې په سیمه کې د سولې لپاره یو لازمي شرط دی.
د نړیوالو کنفرانسونو لړۍ او د افغانستان په اړه نورې ناستې لکه په دو شنبه کې د  مارچ په میاشت کې د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو پنځم کنفرانس، په شیکاګو کې د مۍ په میاشت کې د ناټو غونډه، په دهلۍ کې د جون په میاشت کې د پانګه اچونې غونډه ، په جولای کې د توکیو کنفرانس؛ افغان دولت او خلکو ته د دې ډاډ ورکړ، چې د لېږد بهیر په بریا سره ترسره کولو او د بدلون لسیزې ۲۰۱۵ – ۲۰۲۴ ته په بریالیتوب سره اوښتلو کې نړئ د دوی تر څنګ ولاړه ده. دا ټولې نړیوالې ژمنې د استانبول د بهیر په ګډون زمونږ د پرمختګ او راتلونکې کار سره بشپړې دی شي.
ښاغلو او آغلو:
زمونږ په سیمه کې، د همکاریو اړتیا او ګتې سره یو ځای ریښې لري او دا یو واضح او انکار نه کېدونکی حقیقت ده:
زمونږ په سیمه کې، چې افغانستان یې زړه دی، ریښتنی سوله او امنیت د سیمې د هېوادونو تر منځ د ریښتینې، کلکې او پایله لرونکې همکاریو سره تړلې ده.
که زمونږ ګاونډیان او د سیمي هېوادونه د یو سوله ایز او با امنه افغانستان په لید، نه یواځې په خبرو، بلکې په عمل کې هم خپلې نظریې شریکې نه کړي؛ مونږ به په افغانستان کې خپلو خلکو ته د دوامدارې سولې او امنیت په اړه ډاډ ورکولو کې له سختو ننګونو سره مخ شو. همدارنګه، تر څو چې افغانستان د نا امنۍ او نړیوال تروریزم له عناصرو او سرچینو سره جګړه کوي، ټوله سیمه به په سولې او امنیت کې د ډاډمنه سا وا نخلي. ریښتنۍ او پایله لرونکې سیمه ایزه همکارۍ، یوه سوله ایزه او خپل واکه افغان ولس ته یو حتمي اړتیا ده.
په امنیت شورا کې ما په خپلو وینا او تبصرو کې، د سیمه ایزو همکاریو د بهیر په اړه، په ځانګړې توګه د استانبول د بهیر په اړه، تازه معلومات شریک کړ. د دې مثبت، ملاتړکوونکې او جوړوونکې مداخلې لپاره چې په دې موضوع باندې مې وکړ، د استانبول د بهیر د ګډون والو او هڅوونکو په شمول تقریباً د شورا د ټولو ویندویانو له خوا را ته جرأت راکړل شو، او زه یې  وهڅولم او ما د ریښتني قدردانۍ احساس وکړ. 
ښاغلو او آغلو:
د استانبول بهیر په دې هڅه نه ده چې شته هڅې او نوښتونه بدل او یا مخه یې و نیسي، بلکې دا بهیر غواړي، چې دا ټولې هڅې بشپړې او پیاوړي کړي، او د دوی تر منځ نښلوونکې اړیکې په ځانګړې توګه هغه څه چې افغانستان سره تړلې دي، رامنځته کړي.
دا بهیر لا اوس هم د بشپړېدو اوکمال ته د رسېدلو په لور روانه ده. په هر حال، د دې بهیر د پېل او د وزیرانو په کچه د آسیا زړه کنفرانس چې د جون په ۱۴ په کابل کې ترسره شوه، څخه وروسته مونږ د پام وړ پرمختګ کړی دی. ګډون کوونکې هېوادونه او سازمانونه د باور جوړونې ټاکل شوي ۷ تدبیرونو د پلي کولو د پلانونو پراختیا لپاره، ډېر مهم ګامونه پورته کړي دي. نن مونږ سترګې په لاره یو تر څو د رهبرۍ څخه د عمل پلان د پلي کولو د پرمختګ په اړه تازه معلومات تر لاسه کړو. او همداراز مونږ غواړو د راتلونکو مهمو ګامونو لپاره د دوی وړاندیزونه د هغو لوړپوړو چارواکو په وړاندې واورو چې دلته سره را ټول شوي دي.
ښه نو له دې سره، زه یو ځل بیا غواړم دلته ستاسو د ټولو  شتون څخه مننه وکړم او خپل ډېر ښه ملګری د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب کازی خانوف ته بلنه ورکړم چې وینا وکړي. مننه!
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته