امنیت

يو١٢کلن هلک په تخار کې په دار وځړول شو

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٤ :
يو   ١٢ کلن هلک په  تخارولايت کې په دار وځړول شو .
د تخار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند خليل  اسير د باختر آژانس خبريال
      ته وويل :  دغه ١٢ کلن  هلک حشمت الله نوميده  چې پرون  د تخارولايت په اشکمش ولسوالۍ کې په دار ځړول شوى دى .
دده دڅرګندونوله مخې ؛  دغه هلک  د ده دپلار کورته څيرمه  په  يوه ونه کې د رسۍ  په واسطه په مرموز ډول  ځړول شوى دى.
ددغه هلک پلار وايي  چې  په کورنۍ کې  يې هيڅ  ډول ستونزې شتون نه درلود  او زوى مې د بل  چا له خوا په دار ځړول  شوى دى.
اسير ټينګار وکړ  چې دپيښې په اړوند هلې ځلې پيل شوي دي  او تراوسه پورې
ددغه هلک د زندۍ کيدو  علت نه دى معلوم  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته