خبرونهامنیت

د اسلامي امارت ځواکونو په هلمند د نشه يي توکو فابریکه کشف کړه

 کابل/ د کب ٢٩ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په دهمزنګ کلي کې د نشه يي توکو یوه فابریکه کشف کړه.

د هلمند د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د اسلامي امارت ځواکونو په ګرشک ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د نشه يي توکو یوه فابریکه کشف شوې ده. په خبره یې له یادې فابریکې په زیاته اندازه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د اسلامي امارت ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې د نشه يي توکو یوه فابریکه کشف کړې وه او په تړاو یې اته تنه هم نیول شوي وو.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته