فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معینانو د بابر بڼ له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه

کابل / لیندۍ ۱۵مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي سعد الدین سعید د بابر تاریخي بڼ بېلابېلې برخې وکتلې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد، د دغه وزارت د مالي، اداري او ګرځندوی معین مولوي عتیق الله عزیزي، د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي، د آغا خان بنسټ مسوول او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوشمېر رییسان هم حاضر وو؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معینانو، د هېواد د لرغونو اماکنو او تاریخي آبداتو پر بیا رغاونې او سانتې ټینګار وکړ.
د بابر بڼ د مغولي هند یو باچا ظهیر الدین محمد بابر په (۱۴۸۳-۱۵۳۰م) کلونو کې جوړ کړی دی. د دغه بڼ دروازه د نادرشاه تر واکمنۍ وروسته د عامو خلکو پر مخ پرانیستل شوه او اوس په کې فرهنګي او هنري پروګرامونه او د عکسونو، خطاطۍ، نقاشۍ او د لاسي صنایع نندارتونونه جوړېږي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته