کابل / د مرغومې ۹ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان مقتي د تېر دولت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر او سیاسي معین محمد ادریس زمان سره وکتل.
په دې کتنه کې متقي په مطبوعاتو کې اندېښمنونکي خبرونه چې بهرمېشتو افغانانو او د تېر دولت کارکونکي اندېښمن کوي، تبلیغات وبلل.
مولوي امیر خان متقي وویل چې ټولو افغانانو ته په هېواد کې د باعزته ژوند او خدمت کولو زمينه برابره ده.
په همدې حال کې محمد ادریس د اسلامي امارت مشرانو له ښه نيت او سپارښتنو مننه وکړه او په خپل هېواد کې یې د خدمت هوډ څرګند کړ.
ن/ر