سیاست

ډاکتر کمال سادات دويډيو کنفرانس له لارې دولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ درياستونو دکړنو څيړنه پيل کړه.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
ډاکتر کمال سادات وايي چې له دې وروسته دهيواد په ولايتونو کې داطلاعاتو او فرهنګ په وزارت پورې داړوندو رياستونو فعاليتونه دويډيو کنفرانس له لارې څيړي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين او سرپرست نن دغه څيړنه دجوزجان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ له رياست څخه پيل کړه او د ويډيو کنفرانس له لارې ددغه ولايت داطلاعاتو او فرهنګ له رييس سره په اړيکه کې ، په دې ترڅ کې چې ددغه رياست ستونزې او وړانديزونه واوريدل،دهغو دڅيړنې او حل کولو لپاره يې لارښونې وکړې او د جوزجان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست د بيلابيلو څانګو دچارو دښه والي لپاره يې دهر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات وويل : چې له دې وروسته په منظم ډول او په پرله پسې توګه په ولايتونو کې په دغه وزارت پورې داړوندو رياستونو حالت دويډيو کنفرانس له لارې څيړي. او دغه له مرکز سره ددغو ادارو دفعاليتونو ديوخيل کولو لپاره ګټور دى .
ډاکتر کمال سادات څرګنده کړه : هر هغه مسوول چې په خپلو کاري چارو کې غوره والى ولري دستاينې او قدردانۍ وړ ګرځي او که چيرې غفلت يې کړى وي او په کاري چارو کې يې ناخوالې او نيمګرتياوې شتون ولري،دوزارت د مشرتابه له قانوني چلند سره مخامخ کيږي.
ديادونې وړ ده چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دهيواد په مرکز او ټولو ولايتونو کې په دغه وزارت پورې داړوندو کاري چارو دښه والي لپاره په جدي توګه هلې ځلې کوي او تل دغو موخو ته د رسيدو لپاره د بيلابيلو څانګو له رييسانو سره ليده کاته کوي او هم داړوندو کارکوونکو شکايتونه ، نظريې او وړانديزونه له نږدې اوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته