سیاستخبرونه

د افغانستان او ترکمنستان جمهور ريیسانو ټلیفوني خبرې وکړې

٣٥- کابل / د لیندۍ ۸ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني او د ترکمنستان جمهورريیس قربان قلي بردي محمدوف نن ماسپښین ټلیفوني خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژنس ته خبر ورکړ.
په دې ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوستانه او نېکو اړیکو په هکله خبرې وکړې.
د ترکمنستان جمهورريیس، جمهورريیس غني ته د جینوا کنفرانس د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، هیواد یې له افغانستان سره دوامداره مرستو او همکاریو ته ژمن دی.
د دواړو هیوادونوجمهورريیسانو د ترسره شویو کارونو، ټاپې او ټاپ پروژو او نوري فایبر شبکې د غځولو په اړه هم خبرې وکړې او د دغو پروژو د بشپړولو په خاطر یې پر درې اړخیزه او څلور اړخیزو میکانیزمونو هوکړه وکړه.
همدا راز د افغانستان او ترکمنستان جمهورريیسانو، افغانستان ته پر وارداتي برېښنا د خبرو پر مهال هوکړه وکړه چې د افغانستان برېښنا شرکت دې د ترکمنستان لوري سره خبرې وکړي، چې افغانستان ته د وارداتي برېښنا مشخصات او جزيیات نهايي کړي.
په دې ټلیفوني تماس کې د ترکمنستان جمهورريیس وویل، د دغه هیواد په مرسته په اقینې بندر کې جوړ شوی جامع جومات به چې د ۵۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري، په نږدې راتلونکي کې پرانیستل شي.
جمهورريیس غني په دې اړه وویل، د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر به د یاد جومات د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړي.
پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته