خبرونهاقتصاد

د افغانستان بانک ۱۲،۵ ميليونه ډالر ليلاموي

کابل ، د غبرګولي ۹مه ، باختر

د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، د سه شنبې په ورځ د روان کال د غبرګولي په ۱۰ مه، (۱۲،۵) میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.

دغه بانک نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي دي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي مکلف کړي دي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

د روان کال د ثور په ۲۷ مه هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر ۱۳ میلیونه ډالره وپلورل.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل شهزاده سرای نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د ۸۹:۸۰ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته