اقتصاد

مالیه ورکوونکو ته د اسانتیاوو په موخه د برېښنایي خدمتونو سیستم پرانیستل شو

کابل/باختر/ د زمري ٩مه
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست، د مالیاتو د الکترونیکي سیستم پرانېسته، په مالياتي مکلفیتونو د تصفیې په برخه کې د بهيرنو آسانه کول، په خپله خوښه د اطاعت پذیزۍ د کچې زیاتول او د ملي عوایدو زیاتوالي په موخه نن په انټرکانټیننټال هوټل کې وکړه. 
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د یاد سیستم د پرانيستې په مراسموکې د اقتصاد وزارت د پالیسۍ او مسلکي معین اسماعیل رحیمي، د مالیې وزارت د عوایدو لویې ريیسې امنې احمدي، د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي، د صنایع او کانونو خونې ريیس شیرباز کمین زاده، د ښځو د سوداګرۍ خونې اجرائیه ريیسې منیژې وافق، د نړیوالې سوداګرۍ خونې ريیس عبدالقدیر بهمن، د کسبه کارانو د ملي ټولنې استازي، د سوابقو ادارې ريیس انجنیر جان محمد او یو شمېر مالیه ورکوونکو ګډون کړې و.
د عوایدو لویې ريیسې آمنې احمدي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د مالیاتو الکترونیکي سیستم جوړول یوه ستره لاسته راوړنه وبلله  او ویې ویل چې د برېښنایي خدمتونو سیستم به د مالیې وزارت په ټولو ادارو کې د ستر بدلون سبب وګرځي.
هغې د خصوصي سکټور له استازو په ځانګړي توګه له مالیه ورکوونکو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې له مالیې وزارت سره همکاري وکړي.
د اقتصاد وزارت مرستیال اسماعیل رحیمي وویل چې د مالیې وزارت دغه نوښت د اصلاحاتو پلي کولو، خصوصي سکټور د وضعیت ښه کولو، مالیو د تصفیې، د مالیاتي جریمو له مخنیوي او خصوصي سکټور د اظهار لیکونو لپاره جوړ شوی او کولی شي ٢٤ ساعته برېښنایي مالیاتي خدمتونه وړاندې کړي.
د سوداګرۍ خونو او د خصوصي سکټور استازو د مالیې وزارت له دې ګام پورته کولو څخه د هر کلي تر څنګ وویل چې د یاد سیستم پرانیستل خصوصي سکټور او مالیه ورکوونکو ته زیاتې اسانتیاوې برابروي او زیاته یې کړه، چې مالیه وزارت له خصوصي سکټور سره نږدې اړیکې لري. هغوی وویل، چې د برېښنایي خدمتونو سیستم پرانیستل به د مالیاتي نظام د روڼتیا او پیاوړتیا سبب وګرځي.
د یادونې وړ ده چې الکترونیکي اظهارلیکونه د روان کال د چنګاښ په ۱۸ مه د افغانستان د کابینې په غونډه کې تصویب شول چې د مالیاتي تصفیې پروسې د کمولو، د مراجعینو له ګڼې ګوڼې څخه د مخنیوي، په آنلاین ډول د اظهارلیکونو ډکول، په سمه توګه د مالیاتو د سنجونې، په دې برخه کې له فساد څخه د مخنیوي او د مالیه ورکوونکو له زیات وخت څخه د مخنیوي سبب کېږي.
پاى – ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته